خبرونهامنیت

په فارياب کې د موټربم چاودنې مالي زیانونه واړول

۳۱- کابل / د لړم ٢۷مه / باختر
د فارياب د قيصار ولسوالۍ په بازار کې تېره شپه د موټر بم په چاودنه کې ملکيانو ته مالي زیانونه واوښتل.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختر آژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو په چاودېدونکو توکو بار يو موتر د دغه ولايت د قيصار ولسوالۍ په بازار کې وچاوه.
يورش زياته کړه چې په دې پېښه کې څه دپاسه ۱۰۰ دُکانونه زيانمن شوي دي.
ختم-شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته