امنیت

په کونړ ولايت بيا دپاکستاني پوځيانو له خوا بريد وشو .

کابل باختر دمرغومي دولسمه
پاکستاني  مليشو دکونړ ولايت په سرحدي سيمو بيا دتوپونو ډزې پيل کړې .
  سيمه ئيزو مقاماتو ويلي دي چې په کونړ ولايت  دپاکستاني پوځيانو له خوا دلري واټن ويشتوونکو ټوپونو ددولسو  ګوليو دلګيدو له امله يوه ميرمن شهيده او درې تنه نورې ښځې  ټپيانې شوې .
  دشمشاد د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: پاکستاني پوځيانو پرون له پولي اخوا څخه دسرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو دلري واټن دټوپونو دولس ډزې وکړې چې يوه ګولۍ  يې په يو کور ولګيده او له امله يې يوه ميرمن شهيده او درې نورې ميرمنې ټپيانې شوې .
دپاکستاني پوځيانو له خوا د ټوپونو ډزې له نږدې دوو مياشتو وروسته بيا پيل شوې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته