خبرونهامنیت

په فارياب کې د موټربم بريد مخه ونیول شوه

کابل / د لنیدۍ ۲۹ مه / باختر
د ملي اردو ځواکونو تېره شپه د فارياب په دولت آباد ولسوالۍ کې د موټربم بريد مخه ونيوله.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: تېره شپه د لسو بجو په شاوخوا کې وسله والو تروريستانو له چاودېدونکو توکو ډک موټر څخه په استفادې سره غوښتل د فارياب په دولت آباد ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر يو مرکز بريد وکړي چې امنيتي او دفاعي ځواکونو یاد موټر هدف ته له رسېدو مخکې له پېژندنې وروسته له منځه يوړ.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته