ټولنه

د بغلان د پل حصار سړک د سروې کار پيل شو

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٢۵مه
د بغلان ولايت د خوست ولسوالۍ د دوآبي تر کلي پورې د پل حصار سړک د ډيزاين، سروې او قيرکولو کار پرون د هېواد د فوايد عامې وزارت د انجنيرانو له خوا پيل شو.
د بغلان ولايت د فوايد عامې رئيس انجنيربرهان الدين شينواري د دغه ټکي په بيانولو  سره باختر آژانس ته وويل چې د خوست تر ولسوالۍ پورې د پل حصارسړک د قير کولو د سروې کار چې د سوچي غاښي له لارې ترسره کېږي، د٤٢ کيلومترو په اوږد والي پرون د بغلان ولايت د فوايد عامې رياست له خوا پيل شو.
د بغلان ولايت د فوايد عامې رئيس وويل: ددغه سړک په قيرکولو سره د خوست،  فرنګ او ګذرګاه نور د ولسواليو د اوسيدونکو ستونزې لرې کېږي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته