خبرونهاقتصاد

په غور کې د اوبو لګولو بند پرانیستل شو

فیروز کوه/ دلیندۍ /۴ /باختر
د غور د لعل او سرجنګل په ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د یوبند د جوړولو کار نن بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د باختر اژانس د خبر له مخې، دغه بند د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له بودجی څخه د څه د پاسه پنځو میلیونو افغانیو په لګښت د لعل اوسرجنګل ولسوالۍ د میرزارن په کلي کې جوړ شوی دی .
دغه پروژه د دې تر څنګ چې په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه په منظم ډول خړوبوي د کرنیزو ځمکو په تګلوري کې هم د اوبو د بی ځایه ضایع کېدو مخنیوی کوي .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته