چغچران باختر د مرغومي دمياشتې ١٠ نيټه :
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت د کليوالي لارې جوړولو د ملي پروګرام له لارې د غور ولايت په مرکز فيروز کوه کې دشپيتو مترو په اوږدوالي ديوه پله دجوړولو کار پاى ته ورساوه.
د کليو دبيا جوړولو اوپرختيا وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختر آژانس ته وويل ؛ چې دغه پل د هغه سيند دپاسه جوړ شوى دى چې د پوزليچ او دپره خانه کلي د غور ولايت له مرکز فيروز کوه سره نښلوي.
دبهزاد دڅرګندونوله مخې ؛ د دغه پله لګښت څه د پاسه ١٥ ميليونه افغانۍ اټکل شوي دي.
ديوبل خبرله مخې ؛ د ميدان وردګو ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې ديوه پله د جوړولو کار نن بشپړ شو.
دغه پل د څلورو ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى چې په بشپړيدو سره يې د څه د پاسه درې سوه پنځوسو کورنيو ستونزې کمې شوي دي.
دغه پل د ميدان وردګو ولايت دسيدآبادو لسوالۍ د دره تنګي دکلي دعلم خېلو
په سيمه کې جوړ شوى دى.پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل