کابل /دمرغومی ۱۲مه /باختر
د افغانی سرې میاشتې ټولنې په غور کې ۷۰۰ اړوکورنیوخوراکي توکي وویشل.
د باختراژانس د خبرله مخې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشري مرستو پردوام په ۷۰۰ اړو کورنیو چې دغور د الفاروق ولسوالۍ د شیويج په کلي کې چې پخوا سروې شوي دي خوراکی توکي وویشل.
دافغاني سرې میاشتې د ټولنې مسوولین وایی چې په هرې کورنۍ سل کیلواوړه ، ۴۹کیلووریجې، ۲۰لیتره غوړي، ۱۴کیلولوبیا، ۱۰کیلوبوره، ۲کیلوچاى ،۴کیلومالګه اودوه قطی بيسکویت ویشل شوي دی.
ج-ا