کابل، د چنګاښ ۲۸ مه، باختر
د غزني ښار د ودونو په یوه خصوصي تالار کې د ۲۰ جوړو ځوانانو د ودونو مراسم په ډله ییز ډول ترسره شول.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل او هرات ولایتونو کې هم د ۹۱ تنو د ودونو مراسم په ډله ییز ډول ترسره شوي دي. د دغه اقدام هدف د لوړو لګښتونو او ناوړه دودونو مخنیوی ښودل شوی دی.
په غزني کې دیني عالمان وایي چې، یو شمېر ځوانانو د خپل واده د مراسمو توان نه درلود او دوی په دغه ولایت کې د ۲۰ تنو د واده مراسم په ډله ییز ډول ترسره کړل.
د عالمانو په خبره، دوی غواړي چې په ټولنه کې د زیاتو او بې ځایه لګښتونو مخه په ودونو کې ونیول شي او یاد زیات لګښتونه د هېواد له اوسني حالت سره ظلم بولي.
په ورته وخت کې هغه ځوانان چې په ډله ییز ډول یې د ودونو مراسم ترسره شول؛ له نورو ځوانانو هم غواړي چې دغه فرهنګ ته وده ورکړي.
دوی وايي چې په دغه ډول مراسمو کې له یوې خوا د زیاتو لګښتونو مخه نیول کېږي او بل خوا ځوانان دې ته نه مجبورېږي چې د ودونو د لګښت پوره کولو لپاره، ګاونډيو هېوادنو ته مسافر شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم څو ځله په غزني کې د زیات شمېر ځوانانو د ودونو مراسم په ډله ییز ډول ترسره شوي وو.
ن/ر