کابل، و وري ۲۹ مه، باختر
د غزني امنیتي مسوولینو د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو د یوې زېرمې د کشف او نیولو خبر ورکړی دی.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د یاد ولایت د جاغوري ولسوالۍ د حاجي مقام کلي په یوه کور کې وسلې او مهمات نیول شوي چې په کې ۱۲۰ د توپ مرمۍ، ۸۲ د هاوان مرمۍ او۸۰ لاسي بمونه شامل دي چې د ماین پاکۍ موسسې د کارکوونکو له خوا کشف او له منځه یووړل شول.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو په یاد ولایت کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي وو.