کابلباختر دچنګاښ ٣١مه
په غزني کې د اړو اوبې سرپرسته ښځو د اقتصادي بنسټ د پياوړتيا لپاره هلې ځلې دوام لري .
مسوولين وايي، چې د مربا او د اچارو د توليد په برخو کې ښځو ته د کار په موندلو سره هلې ځلې کوي چې د دوى اقتصاد ښه کړي .
د دغه پروګرام په چوکاټ کې نن په غزني کې په لسګونو اړو اوبې سرپرسته ښځو د مربا او د آچارو وسايل ووېشل شول .
د غزني د کرنې او اوبولګولو رياست يوه مسوول باختراژانس ته وويل: په دې پړاو کې په نږدې سلو ښځو د مربا او آچارو د توليدولو پنځه ويشت قلمه وسايل ووېشل شول.
هغه وويل، چې ښځې له دغو وسايلو څخه په استفادې سره کولاى شي مربا او آچار توليد کړي اوخپل اقتصاد ښه کړي .
سهميه هغه ښځه ده، چې ميړه يې په غزني کې په يوه ځانمرګي بريد کې شهيد شوى، هغه وايي چې د غزني د کرنې او اوبو لګولو رياست په مرسته اوس کولاى شي مربا توليد کړي او له دې لارې د خپلو درېيو بچيانو لګښت تامين کړي .
سهميه زياتوي، چې د دوى توليد شوې مربا په ښه بيه په بازار کې پلورل کېږي.
ختم_ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل