کابل باخترد وري دمياشتې ١١ :
دکورنيو چارو وزارت داستخباراتو دلوى رياست منسوبينو دهيواد په حينو سيمو کې دعملياتو په بهيرکې يوه اندازه مهمات کشف اوترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ:
په ترلاسه شويو مهماتوکې شل ډول ډول ماينونه، د درندو وسلوشپږ سوه نهه ګولۍ، اته ميله ډول ډول وسلې، پنځه مخابرې او پنځلس کيلوګرامه چاويددونکي توکي شته.
دغه مهمات د وسله والومخالفينو له خوا د ورانکارو او ډاراچوونکو بريدونو دترسره کولو په مقصد دهلمند، فارياب ، لغمان، تخار او دجوزجان د ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و.
دغه راز دکورنيو چارو وزارت داستخباراتو منسوبينوپرون دوتنه دغلا په تور او دوتنه دنشه يي توکو د قاچاقوپه تور دهرات، پروان او کندز د ولايتونو په مربوطاتوکې ونيول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ