خبرونهامنیت

په سمنګانو کې یو سړی له نشه يي توکوسره ونیول شو

کابل / د سلواغی / ۲۱ / باختر

په سمنګانو کې یو سړی له لسګونو کیلوګرامه نشه يي توکوسره ونیول شو.

پولیس وايي چې دغه سړی غوښتل یوه اندازه اپین یوځای ته قاچاق کړي چې ونیول شو.

د سمنګانو د رسنیو دفترمسوول منیررحیمي باخترآژانس ته وویل چې دغه سړی پرون ناوخته د کوز دره صوف ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونیول شو.

هغه وویل چې له دغه سړي څخه ۴۱ کیلوګرام اپین ترلاسه شول.

نیول شوی سړی د خپل په لومړیو تحقیقاتو کې د نشه يي توکو د څو موارود په قاچاقو اعتراف کړی دی.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته