کابل/ حمل۲۴ مه/ باختر
د ټولګټو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سمنګان ولایت د ایبک – خرم سارباغ او روی دوآب ولسوالۍ د ۱۱۰ کیلومتره جغلي سړک د جوړلو کار دوام لري
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د دغه جغلي سړک له جوړېدو سره به د سمنګانو ولایت د خرم سارباغ او روي دوآب ولسوالیو د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي، او په اسانۍ سره به د دې ولایت مرکز ته تګ راتګ وکړي.
سرچینه همدارانګه وايي چې د ټولګټو وزارت هڅه کوي، تر څو د دې وزارت د ولایتي ریاستونو له اړوند ماشينرۍ او پرسونل څخه په ګټې اخیستنې سره د هیوادوالو ترانسپورټي ستونزې هوارې کړي.
هېره دې نه وي چې د هېواد ګڼې لويې لارې او فرعي سړکونه د جګړو له کبله زیانمن شوي او بیا رغونې ته اړتیا لري، چې اسلامي امارت يې د بیا رغونې ټټر وهلی دی.
عبدالمتین افغانمل