کابل، د غبرګولي ۲ مه، باختر
په سمنګانو کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا درې ستنې په بمونو الوځول شوې دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس منیب وايي چې بېګاه یوه بجه د خلم ولسوالۍ په قدم ګاه سیمه کې د ازبکستان وارداتي برېښنا درې ستنې په بمونو الوځول شوې دي.
هغه وايي برېښنا په موقت ډول نښلول شوې او د برېښنا تخنیکي ټیم کار پيل کړی چې الوځول شوې ستنې بېرته جوړې کړي. د منیب په خبره، د ستنو د ویجاړولو په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د پروان د سالنګ په تاغمه سیمه کې هم د وارداتي برېښنا دوې ستنې په بمونو الوځول شوې وې.
ن/ر