کابل باختر دلړم دويمه
ناټو په لغمان ولايت کې دخپلو سرتيرو په کاروان دچاودنې خبر رد کړ .
رسنيو دسيمه ئيزو مقاماتو او دعيني شاهدانو له خولې خبر ورکړي و چې نن سهار دبسرام په سيمه کې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو کاروان په واټ کې په ايښودل شوي ماين ختلي و او په دې پيښه کې بهرنيو پوځيانو ته زيان اوښتي دي .
دبګرام په پوځي اډه کې دامريکايي پوځيانو درسنيو دفتر باختر اژانس ته ديوې خپرپاڼې په ليږلو سره په لغمان کې دغه پيښه چې دناټو پوځيانو ته پکې زيان رسيدلي دي ، رد کړه . په همدې حال کې سيمه ئيزو مقاماتو هم وروسته اعلام وکړ چې دغه پيښه دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو په کاروان دراکتي بريدونو زيږنده ده . چې له امله يې هيڅ يو ځواک ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل