کابل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر
د زابل مرکز کلات په ګډون یو شمېر ولسوالیو او همدارنګه د کابل – کندهار لویې لارې پر سر د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۱۳ انتنونه د ټي.ډي.ایف لسمې پروژې له لارې نصب کېږي.
د دې ولایت مخابراتو رئیس مولوي عبدالهادي يحيی د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې د دې سايټونو په جوړېدلو سره به د زابل ۸۰ سلنه خلک له مخابراتي خدمتونو څخه برخمن شي او د پاتې ۲۰ سلنه خلکو لپاره هم هلې ځلې روانې دي چې له مخابراتي خدمتونو څخه یې برخمن کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د انټرنیټي او غږېږو خدمتونو د کیفیت لپاره هم کار کوي او په دې هکله د خلکو ستونزې اوري.
د یادونې وړ ده چې کلونه وړاندې په مخابراتي برخه کې د زابل خلکو لويي ستونزې درلودې چې اوس مهال د حل کېدو په حال کې دي.