خبرونهټولنه

په زابل کې د چت غورځېدو له امله ۴ تنو ته مرګژوبله اوښتې

کابل، د کب ۲۳مه، باختر

د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یوه کور د چت غوځېدو پېښه کې ۴ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رٸيس ډاکتر ميرويس افغان د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت د باکورزو سيمه کې د چت غورځېدو له کبله ۳ تنه ټپیان او یو بل وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د ټپيانو درملنه شوې او وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته