کابل باختر دوږي يو ديرشمه :
دسرپل پوليسو نن دنشه يي توکو دقاچاق په ګومان پنځه تنه ونيول .
دسرپل امنيه قوماندان عبدالقيوم باقي زوى باختر اژانس ته وويل چې دغه کسان هغه وخت دکوهستاناتو ولسوالۍ ددويم لمبر لوى لارې په اوږدو کې دپوليسو له خوا ونيول شول چې ٤٢٤کيلوګرام اپين يې ديوه کرولا موټر په واسطه دسرپل ولايت ښار ته ليږدول .
خبرځاى زياته کړه چې دوه تنه نيول شوي کسان دسرپل ولايت اوسيدونکي او درې تنه نور يې دبلخ دچمتال ولسوالۍ اوسيدونکي وو .
پخوا هم ٤٨٠ کيلوګرامه نشه يي توکي په دغه ولايت کې داړوندو مسوولينو له خوا له منځه وړل شوي و . ختم_ عطاالله _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ