خبرونهامنیت

په زابل کې د پوځیانو پر څو پوستو د طالبانو د برید طرحه ناکامه شوه

قلات/ دسلواغې۲۲/ باختر
پوځیان وایي چې په زابل کې د پوځیانو پرڅو پوستو د طالبانو د برید طرحه ناکامه شوه.
د رپوټونو له مخې، په لسګونو وسله وال طالبان د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې په خپلو پټنځایونو کې د بریدونو تیاري نیوله ،چې نیمه شپه له هوا او ځمکې پرې بریدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبر پاڼې په خپرولو وایي چې د پوځیانو په دغو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول .
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي .
پوځیانو په زابل کې په ګڼ مېشتو لارو کې د۲۶ ماینونو په کشفولو او شنډولو د یو لړ چاودنو مخه ونیوله .
د دغو ماینونو د ښخولو په اړوندڅوک نه دي نیول شوي .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته