خبرونهټولنهروغتیا

په روزګان کې یو روغتون جوړ شو

کابل، د سلواغې ۱۱ مه، باختر
د روزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو روغتون د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د روزګان د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد الله روحاني د باخترآژانس خبریال ته وویل، په دغه ولایت کې د یو ان اچ سي آر موسسې په مالي ملاتړ د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې د یادې سیمې ۴۰ زره کسانو ته به روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
په ورته مهال د سیمې اوسېدونکي وايي، چې په دغه سیمه کې د روغتیايي مرکز د نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ و او د دغه روغتون په جوړېدو سره شته ستونزې لرې شوې دي.
د یادونې وړده، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۶ روغتیايي مرکزونه بیا رغولو ته اړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته