خبرونهټولنه

په روزګان کې نږدې ۳۰۰ کورنیو د څښاک اوبه برابرېږي

کابل، د کب ۱۶مه، باختر
د روزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څښاک اوبو د ۲ شبکو په جوړولو سره ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو باختر آژانس ته ویلي چې د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ په جان خان کاریز او زرذیګي کلیو کېBHA موسسې په مالي ملاتړ د ۸ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه شبکې جوړېږي.
سرچینې زیاته کړې چې د یادو شبکو په جوړېدو سره د یادو کلیو ۲۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ورته پروژې پلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته