سیاست

د مبارکى پيغام

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
د جمهوري رياست انتخاباتو د وروستيو پايلو د اعلام په اړوند د افغانستان د ملي سوکالۍ ګوند پيغام
د افغانستان د ملي سوکالى ګوند د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس په توګه د محمد اشرف غني برياليتوب د هېواد مسلمانو او ديندارو خلکو او دولت جوړونکي ټيم ته مبارکي وايي او د انتخاباتو د اعلام شويو پايلو ملاتړ کوي.
د افغانستان د ملي سوکالۍ ګوند معتقد او باورمند دى چې قانون او د هغه راتلونکي  حرکت ته درناوى د دموکراسۍ او ولسواکۍ له مولفو څخه دي. له شک پرته د روان کال د جمهوري رياست په انتخاباتوکې له ټولو ستونزو، ناخوالو، امنيتي ګواښونو او له کورنيو او بهرنيو بې باوريو سره سره، د افغانستان پتمنو خلکو وکولاى شول د تلې د ٦ مې (د جمهوري رياست انتخابات) ترسره کړي؛ موږ باور لرو چې پر قانون د منګولو لګول او هغه ته د تعظيم د سرټيټول به موږ يوګام مخ په وړاندې بوځي.
ختم-عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته