کابل / د چنګاښ ۱۲ / باختر
شپاړلس طالبان تېره شپه په روزګان کې د پوځيانو په هوايي عملیاتو کې ووژل شول.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند باخترآژانس ته وویل چې دغه عملیات په دهراود ولسوالۍ کې ترسره شول چې په پایله کې ۱۶ طالبان ووژل شول او ۵ نورټپیان شول.
خبرځای زیاته کړه: د دغوعملیاتو په بهیرکې د دښمن درې سنګرونه . یوهاوان او شپږ بوشکه يي ماینونه له منځه یوړل شول.
-ع