خبرونهټولنهروغتیا

په روزګان کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو روغتون جوړ شو

کابل، د کب ۱۳مه، باختر
د روزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت والي مولوي عنایت الله شجاع د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په مرکز ترینکوټ کې د ۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت د عمر بلال په نوم یو ۲۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په ورته وخت کې د د دغه ولایت د عامي روغتیا رئیس ډاکټر محمد الله روحاني وویل، چې یاد معیاري روغتون چې عمومي داخله، عمومي جراحي، نسائی ولادي او ماشومانو داخله برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي د ملي سوداګر حبیب الله عمر له لوري جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال په روزګان کې د عامې روغتیا وزارت له لوري په ۴۶ روغتیايي مرکزونو کې د دغه ولایت اوسېدونکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته