خبرونهاقتصادټولنه

په روزګان کې د یو سربند د رغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د لړم ۲۳ مه، باختر
د روزګان ولایت په مرکز ترينکوټ کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالې لګښت د ۴ میلیونو ۲۶۰ زره ۱۲ افغانیو په لګښت د سرخوليز کانال د سربند د رغولو چارې بشپړې شوې.
د روزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې یاده پروژه د کرنې اوبولګولو او مالداری وزارت له لوري د ۴ میلیونو ۲۶۰ زره ۱۲ افغانیو په مالي لګښت رغول شوې ده.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو هم د یادې پروژې له بشپړېدو خوښي وښودله او ويې ویل چې د یاد سربند په بشپړېدو سره د کروندګرو شته ستونزې حل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته