خبرونهورزش

په روزګان کې د کرکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ پیل شوې

کابل، د سلواغې، ۱۶مه، باختر

د روزګان د بدني روزنې او سپورټ آمریت اړوند د کرکټ فدراسیون له لوري په مرکز ترینکوټ کې  د امن او بیارغونې تر نامه لاندې د کرکټ ۲۰ آوریزې سیالۍ پیل شوې دي.

د یاد ولایت د کرکټ فدراسیون مسوول خیر الله افغان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په مرکز ترینکوټ کې د قدرت نور افغان ساختماني شرکت په مالي ملاتړ د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ آوریزې سیالۍ پیل شوې دي.

یاده دې شي چې د دې ډول سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول یاد شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته