خبرونهروغتیا

په دايکنډي کې د کووېډ -١٩ د سل بستريز روغتون د جوړولو کار پيل شو

۴۴- کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د دايکنډي په مرکز نيلي ښار کې د کووېډ- ١٩ د سل بستريز روغتون د جوړولو کار نن پيل شو.
د دايکنډي د عامې روغتيا رياست سرپرست علي خان آرام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه روغتون د آسيايي بانک په مرسته د څه دپاسه ٧٨میليونو افغانيو په لګښت په پنځو مياشتو کې جوړېږي.
د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې د اېښودلو په مراسمو کې د دايکنډي والي ضيا همدرد او د دغه ولايت نورو ملکي او پوځي مسوولينو ګډون لاره.
ختم- ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته