امنیت

پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣٠
د ملي پوليسو ځواکونو پرون د هيواد په اتو ولايتونوکې دامنيتي فعاليتونو په بهير کې ٢٥ تنه وسله وال طالبان وځپل.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه د ننګرهار، بدخشان، سرپل ، قندهار، روزګان، غزني، خوست او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې ٢٥ تنه وسله وال کسان ووژل شول؛ ٢٠ تنه ټپيان او ٩ تنه نور ونيول شول او يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته