خبرونهټولنهروغتیا

په خوست کې ۸ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
د خوست ولايت د خوړو او درملو آمریت له لوري ۸ ټنه تاریخ تېر خوراکی توکي او درمل وسوځول شول.
د دغه ولایت د خوړو او درملو آمر ګل زار فقير وايي چې دا توکي یې په تېرو څو میاشتو کې له خوست ښار څخه راټول کړي وو او په دې برخه کې به یې هڅې تر هغې روانې وي چې د تاريخ تېرو او بې کيفيته توکو بشپړ مخنيوی نه وي شوی.
فقیر زیاته کړه چې دې ولایت ته یې د را وارېدېدونکو توکو او درملو چې کیفیت یې ښه نه دی مخه نیولې ده.
د روغتیایي برخې فعالان تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل د زهرو سره مشابه بولي او له کارولو یې د ډډې کولو توصیه کوي.
ډاکټر محمد عارف وايي چې باید هغه درمل او خوراکي توکي ونه کارول شي چې تاریخ یې تېر شوی وي او د دې کارونه د بېلابېلو خطرناکو ناورغیو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.
بل لورته عام وګړو پیر دلیل خان او جلال درمان باختر آژانس سره په خبرو کې له هټیوالو څخه غواړي چې تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي دې نه پلوري ترڅو زموږ ټولنه روغه او سالمه پاتې شي.

 

په هلمند کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانګرېټ کولو چارې پیل شوې
کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
د هلمند ولایت د دلارام ولسوالۍ په شاه‌بازار کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانګريټ‌کولو چارې پیل شوې.
د دلارام ولسوال، حاجي ملاګل‌نبي نافذ وایي، په شاه بازار کې د ۱۴ زره متره مربع د سړکونو او فرعي کوڅو د کانګريټ کولو پروژه د يو شمېر سوداګرو په مالي مرسته د ۷ ميليونه افغانيو په لګښت رغول کېږي چې چارې به یې د ۳ مياشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
ښاغلي نافذ د یادې ولسوالۍ له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې په همدې ولسوالۍ کې د ترسره کېدونکو پروژو په ساتنه کې پوره ونډه واخلي.
په ورته مهال د سيمې اوسېدونکي د یادې پروژې په پرانیستلو خوښ دي او د اسلامي امارت د کړنو او پاملرنې څخه د ستایلو سربیره له ښاریانو د همکارۍ غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته