امنیت

د موټرو يو حرفوي غل په ننګرهارکې ونيول شو

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ٢٢مه
د موټرو يو حرفوي غل په ننګرهار ولايت کې ونيول شو .
پوليس وايي چې دغه سړى پرون ناوخته له جلال آباد ښار څخه د يوه موټر له غلا وروسته د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول شو.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: نيول شوي کس غوښتل دغه موټر وپلوري چې ونيول شو .
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره وايي چې نيول شوي غل په ننګرهارکې دخلکو دموټرو د غلاوو پر څو مواردو اعتراف کړى دى.
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته