خبرونهورزش

په خوست کې د «ګل وطن» په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

کابل، د کب ۱۷مه، باختر

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د‌ تڼيوال پارک په مس عينک ورزشي لوبغالي کې د خصوصي سکتور او دولتي ادارو د اتو لوبډلو ترمنځ د «ګل وطن» په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د انس حقاني، ولایت مقام، کانونو ریاست، درملو اتحاديې، امنیه قومانداني، خوست ښاروالۍ، سپورټ آمریت او اډوانس لابراتوار لوبډلې ګډون لري.

د‌ يادو سياليو لومړۍ لوبه د انس حقاني او ولايت مقام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې انس حقاني لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو هدف کېښود، ولايت مقام لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۱۳ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ همغږي رامنځته کول ياد شوي دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته