سیاست

قانونپوه سروردانش: د ملي وحدت د حکومت په جوړښت کې د خلکو عادلانه مشارکت يو لومړيتوب دى

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٤
د جمهور رييس دويم مرستيال نن له غرمې وروسته د افغانستان د اسماعليانو د همغږۍ د شورا د استازو په غونډه کې څرګنده کړه چې د نوى حکومت د مشرتابه هيئت په نظر د خلکو د بېلابېلو قشرونو د شتون له پلوه د دولتي ادارو په جوړښت کې د ملي مشارکت تامينول يو لومړيتوب دي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د جمهوري رياست دويم مرستيال د دغه ټکي په بيانولو سره چې تعبيض او تعصب د اسلامي لارښوونو له مخې مذموم او ناوړه کار دى؛ له دغې منفي پديدې سره په غوڅې او جدي مبارزې باندې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې په هيوادکې د اتباعو د حقوقو تضمينول به د دولتي ادارو په جوړښت کې د خلکو د عادلانه مشارکت بستر برابر کړي.
د جمهور رييس دويم مرستيال د حسيني عاشورا د ورځې په درناوى کې د خلکو د بېلابېلو قشرونوهمغږۍ د افغانستان د ورونو خلکو ترمنځ د يو والي او پيوستون ښکارندوي وباله او هيله يې وکړه چې د زمانې په تيريدو سره په هيوادکې يو والي او ورورولي له پخوا زيات بنسټيز شي .
په دې کتنه کې د هيواد د اسماعليانو د همغږۍ د وکړني شورا استازو د ملي وحدت د حکومت د جوړيدو له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې د ملي وحدت په حکومت کې د بېلابېلو قشرونو او قومونو شتون په هيوادکې د نوى سياسي نظام د ستنو د ټينګښت زمينه وبلله.
د پوهنې وده، په ټولګټو خدمتونو دخلکو برلاسى، په دولتي ادارو کې له فساد سره مبارزه او د هيواد په نهو اسماعليه ميشتو ولايتونوکې د خلکو د سيمه ييزو اړتياوو په له منځه وړلوکې د اړوندو ارګانونو پاملرنه د کتنې د برخه والو له غوښتونو څخه وه چې د جمهور رييس له مرستيال سره يې طرحه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته