خبرونهټولنه

په خوست کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت ترافيکي څراغونو ولګول شول

کابل، د کب ۱۶مه، باختر
د خوست د امنیې قوماندانۍ مسوولینو د دغه ولایت په مرکز متون کې د ۹ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د ترافيکي څراغونو د لګولو خبر ورکړی دی.
د ترافیکو عمومي رئیس ډاکټر حسيب الله مختار د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز متون کې په يوولس څلور لارو باند ترافیکي څراغونه د کورنیو چارو وزارت په مالي لګښت نصب او فعال شول.
په ورته وخت کې د امنيه قوماندانۍ وياند طاهر احرار له ولسونو وغوښتل چې د ټولو ترافيکي اصولو په مراعاتولو سره ځانونه با فرهنګه ثابت کړي.
د مسوولینو په خبره، د یادو ترافیکي څراغونو په نصب ولو سره به په ښار کې ګڼې ګوڼې د مخنيوي ترڅنګ د ترافيکي پېښو ګراف هم راښکته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته