امنیت

د هېواد په جنوب کې پوځيانو د يولړ چاودنو مخه ونيوله

قندهار/ د چنګاښ ١٩مه/ باختر
د هېواد په جنوب کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
د پوليسو ماموران او د ملي اردوسرتېرو نن سهار٢٣ بمونه اوماينونه د قندهار، هلمند        او روزګان ولايتونو له ګڼ مېشتولارو څخه کشف اوشنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل او ميوند قول اردوګانو د خبرپانو په خپرولو سره وايي دغه بمونه اوماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف اوشنډ کړاى شول .
دغو قول اردوګانو وسله وال طالبان د دغو ماينونو اوبمونو دښخولو عامل بولي.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
وسله وال طالبان په افغانستان کې  په ګڼ مېشتولارو کې د بمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
پاى شکريه ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته