کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د المپيک ملي کميټې په خوست کې د نیزه بازۍ سياليو د ترسره کولو خبر ورکړ، دغه سيالۍ پرون د نیزه بازۍ فدراسيون په چوکاټ کې ترسره شوې.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د دغو سياليو د پرانیستلو په مراسمو کې د خوست والي او د دغه ولايت امنيتي مسوولينو، قومي مشرانو او زيات شمېرخلکو ګډون کړى و.
د دغو سياليو لومړی پړاو د خوست او غزني ولايتونو ترمنځ په دوو لوبو سره ترسره شوې چې لومړۍ لوبه د خوست ولایت او دويمه لوبه د غزني ولایت لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
د دغو سياليو په پاى کې ممتاز ورزشکاران د خوست د والي او د دغه ولايت د نورو مسوولينو له خوا وستايل شول.
د يادونې وړ ده چې نیزه بازي د افغانستان له دوديزو ورزشونو څخه شمېرل کېږي چې د هېواد په جنوبي ولايتونو کې زيات پلويان لري.
\ ذ