خبرونهاقتصادټولنه

په خوست کې د (زرغون خوست)د نیالګیو کېنولو نهم پړاو کالنۍ کلتوري میله ترسره شوه

کابل، د کب ۱۴مه، باختر
د خوست ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه د( زرغون خوست) تر نامه لاندې د نیالګیو کېنولو نهم پړاو کلنۍ کلتوري میله ترسره شوه.
په دغو مراسمو کې د خوست ولایت مقام د دفتر رئیس قاري رحمت الله سوبمن د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د زرغون خوست کلنۍ میلې د ترسره کولو موخه د خوست ښار ښکلا او زرغونتیا ده، تر څو راتلونکي نسل ته په میراث کې پاک او ښکلی چاپیریال پاتې شي.
ورته وخت کې بیا د علماؤ شورا استازي شیخ افضل حسین ویلي چې د نیالګیو کېنول د کلتور غوښتنه نه، بلکې د اسلام غوښتنه هم ده، چې په حدیث شریف کې راغلي، څوک چې یوه ونه کېنوي او د ونې یا میوې څخه انسان یا مرغه استفاده کوي صدقه جاریه ده.
د یادونې وړ ده، چې د زرغون خوست مېلې سره د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، د یاد وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري او د خوست تجارانو مالي مرسته کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته