خبرونهټولنه

په جوزجان کې ۱۰۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه

کابل، د سلواغې ۸ مه، باختر

په جوزجان کې یوې مېرمنې د غالۍ اوبدلو د یوې کارخونې په جوړولو سره ۱۰۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د یادې کارخونې مسووله میرمن مقدس سادات د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې شاوخوا اووه مياشتې وړاندې د غالۍ اوبدلو او شاوخوا يو کال وړاندې د خیاطۍ ورکشاپونه یې جوړ کړي وو، چې اوسمهال  ٤٠ ښځې د خیاطۍ او ٦٠ نورې ښځې د غالۍ اوبدلو په برخو په کار بوختې دي.

هغې زیاته کړه هغو ښځو ته چې د غالۍ اوبدلو په برخه کې کار کوي، مياشتني د متراژ له مخې معاش ورکول کېږي او هغو مېرمنو ته چې د خیاطۍ په څانګه کې کار کوي، مياشتني معاش ورکول کېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ښځو د صنایعو د څانګې مسووله فاطمه نیک رسولي وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې  په جوزجان کې  شاوخوا ۶۰۰۰ زره ښځې د لاسي صنایعو له غالۍ اوبدلو، خیاطۍ، لاسي ګنډلو او کرنې او مالدارۍ په برخو کې په کار بوختې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته