امنیت

د هرات پوليسو ته يو روغتون جوړيږي

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٢ :
د هرات ولايت پوليسو ته به په نږدې راتلوونکې کې ٥٠ بستريز روغتون جوړ شي.
دغه ټکى د هرات ولايت د اقتصاد رييس عبدالناصر اسودي ددغه ولايت له امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي سره په کتنه کې څرګندکړ.
ددغه روغتون نخچه برابره شوې ده او عملي کاربه يې ډير ژر پيل شي .
پاسوال عبدالمجيد روزي د ولايت د مقام له ملاتړ څخه په قدردانۍ سره د دغه روغتون جوړول يو مهم او ارزښتناک کار وباله او ويې ويل چې ددغه روغتون په جوړولو سره به د پوليسو د منسوبينو او د دوى د کورنيو روغتيايي ستونزې لرې شي .
ټاکل شوې ده دغه روغتون د پنځه جريبه ځمکې په ساحه کې د ګازرګاه شريف   د دښتې په ساحه کې د سلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته