کابل / د تلې ۱۰مه / باختر
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې دغه ریاست د ملګرو ملتو سازمان د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د شبرغان د ځنګلباغ د بیارغونې لپاره د دغه ولایت ۱۶۲۰ اوسېدونکو ته د کار زمینه برابروي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د جوزجان د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، عشر او زکات مسوول قاري عبیدالله او د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» مسوول د شبرغان له ځنګلباغ څخه کتنه وکړه.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتو سازمان د خوړو او کرنې ادارې مسوول د یادو کارګرانو د ګومارنې په اړه وویل چې د ۱۶۲۰ کسانو له جملې۵۰۰ کسان په منګجک ولسوالۍ کې، ۵۰۰ یې په مردیانو ولسوالۍ کې، ۵۰۰ په شبرغان او نور یې د شبرغان په ځنګلباغ او د یادو ولسوالیو د قوریو او ویالو پر پاکولو ګومارل کېږي.
هغه زیاته کړه چې په شوبي افغانیه، یکهباغ، صوفيقلعه، افغانتپه او سالمزان کلیو کې هم ۲۷۰ کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.
د جوزجان د کرنې مسوول د یادې موسسې له کارونو او فعالیتونو څخه مننه وکړه او د شبرغان په ځنګلباغ کې یې د جدي او لا ډېرو کارونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
وهاج
7 1 دقیقه لوستل