کابل / باختر/ د وږي٧ مه
اته شپېته وسله وال طالبان پرون په غورکې ووژل شول.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د غور د شهرک ولسوالۍ په جام او بيدان سيمو کې په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په بريدونوکې د وسله والو طالبانو ٥٠ موټر سايکلونه هم ويجاړ شوي دي.
خطيبي دغه راز وويل چې په بل هوايي بريدکې د فېروزکوه ښار په لوېديځ کې د وسله والو طالبانو دوه پټنځي ويجاړ شول .
د يو بل خبر له مخې:
د فېروزکوه ښار په مربوطاتوکې په واټ کې د دوو ځاى پرځاى شوي ماينونو په چاودنه کې درې ملکي وګړي ووژل شول او دوه نوريې ټپيان شول.
ختم – ف – اکرم
0 1 دقیقه لوستل