کابل باختر دچنګاښ لومړي:
په جوزجان ولايت کې يوتن دبيوزلي له امله تيره شپه ځان وواژه .
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ خاشي د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه سړى جبار نوميده او دقوش تيپې دولسوالۍ اصلي اوسيدونکى و او دشبرغان ښار د ازبکانو دترناب په کلي کې يې ژوند کاوه او ميرمن او څلور ماشومان لري .
خبرځاى زياته کړه دغه سړى داقتصادي بيوزلۍ له امله ځان وواژه . او مړي يې اوس دطبي کتنو لپاره روغتون ته ليږدول شوې ده .
ويل کيږي تير کال هم په جوزجان کې ورته پيښه رامنځته شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ