خبرونهټولنه

کابل؛ د شېرپور څلور لارې د ښکلا چارې بشپړې شوې

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر

د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د شیرپور په څلور لارې کې د ښاري ښکلا چارې بشپړې او پرانیستل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال محمد نبي عثماني په خپلو خبرو کې د دغې څلورلارې د ښکلا په برخه کې د عزیزي بانک له مرستې څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې ښاري ښکلا د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه ده، چې د خلکو د فکري ودې په برخه کې اغېزمن او ګټور تمامېږي او ښاریانو ته د هوسا ژوند په اړه د خوښۍ احساس ورکوي.

ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وويل چې په دې څلورلارې کې د ګلدانونو جوړولو، د کټارو او څراغونو نصبولو په ګډون د کورنیو تولیداتو په کارولو سره، د ۹ مترو په لوړوالي د ښاري ښکلا سمبول د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوى دى.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د خصوصي سکتور په مرسته د کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ د ښاري ښکلا په برخه کې ګڼ شمېر پروژې بشپړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته