خبرونهروغتیا

په جوزجان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

کابل / د کب ۳ مه / باختر

د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې ټاکل شوې ده د جوزجان په مرکز او ولسوالیو کې پر۱۹۰ زرو ماشومانو د پولیو واکسین تطبیق شي.

د جوزجان د عامې روغتیا ریاست سرپرست قاري عبدالغني صمیم د باخترآژآنس خبریال ته وویل:  دغه کمپاین د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق او د روغتیا  نړۍ سازمان په همکارۍ پیل شوی دی.

د جوزجان والي داملا شعیب رسالت په دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین د پیل هر کلی وکړ او د جوزجان له دیني عالمانو، اوسېدونکو او د پولیو واکسین د کمپاین له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې د دغه واکسین د تطبیق په برخه کې همکاري وکړي.

د هغه د څرګندونوله مخې؛ په دې پړاو کې د جوزجان په مرکزاو ١٠ ولسوالیو کې ۱۹۰ زره ماشومان واکسین کېږي.

د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دغه کمپاین به ٤ ورځې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته