ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٧ :
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا 
په کابل کې  دمصر جمهوريت  سفارت  دالشريعه اوقانون ،اصول دين  الدعوه الااسلاميه په څانګو کې  دليسانس ، ماستر  او دکتورا په سويه  شپيته تحصيلي بورسونه ځانګړي  کړي دي .
داوطلبان  دې  شهادتنامه  ، ديپلوم  او نمرو ترانسکرپت  يې  له  ٢٠١٤ کال څخه مخکې نه وي  او پاسپورت اوشهاتنامه يې  ددوى دتحصيلي سندونو  له مخې وي  او دتابيعت تذکره دې له ځانه سره   ولري  دآزموينې دورکولو په مقصد دې سبا  دچنګاښ دمياشتې په  ٢٨ نيټه په کابل کې دمصر سفارت ته ورشي.
ديادونې وړ ده چې دبورسيې  ټاکلى وخت دمصر  جمهوريت دسفارت له خوا محدود ټاکل شوى دى له دې امله ټول مينه وال کولاى شي  دآزموينې  دورکولو په مقصد دې  په مستقيم ډول له خپلو سندونو سره دمصر جمهوريت سفارت ته ورشي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته