خبرونهاقتصاد

په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې څه د پاسه ۶۲ زره ټنه انتقالات شوي دي

 کابل، د زمري لومړۍ، باختر

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د چنګاښ له ۲۴مې تر ۳۰مې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۲ زره ۱۰۸ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ادارې نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹ زره ۹۵۰، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱ زره ۵۲ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۸ زره ۸۹۸ ټنه واردات چې ټولټال ۵۹ زره ۹۰۱ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۲ زره ۲۰۷ ټنه صادرات ترسره شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ادارې څه موده وړاندې اعلام کړی و چې د ۱۴۰۱ هـ.ل کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اسټېشنونو له لارې، یو میلیون ۶۱ زره ۸۳۷ ټنه انتقالات ترسره شوي دي چې له دې جملې څخه ۹۳ زره ۵۴۲ ټنه یې صادرات او ۹۶۸ زره ۲۹۶ ټنه نور یې واردات دي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته