خبرونهټولنه

په تخار کې د څښاک اوبو ۶ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر

د تخار په مرکز سربېره په ورسج او رستاق ولسوالیو کې د څښاک اوبو ۶ شبکې جوړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس ملا عظمت نورمحمد د یادو شبکو د پرانیستلو پرمهال وویل چې یادې شبکې د یونیسف په مالي ملاتړ د څه باندې ۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

هغه وویل چې د دغو شبکو د رغولو پرمهال د سیمو سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره یې ۲ زره ۳۰۰ خلکو او دغه راز د ښوونځیو ۴۴۱۴ زده کوونکو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته