امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
څلورتنه وسله وال طالبان له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښتوکې ووژل شول. دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتو کې دکابل او هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نوريې ونيول شول.
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې ١٣ لاسي بمونه ،يوتوغندي ويشتوونکې ، يوه پيکا او نور پوځي تجهيزات او وسايل هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: د ملي پوليسو منسوبينو پرون د وسايطو ضد دوه ماينونه او د درندو وسلو ١٢ ګولۍ چې اوس د وسله والوطالبانو له خوا دترورستي او ورانکارو بريدونو دترسره کولو لپاره دننګرهار او دميدان وردګو د ولايتونو په مربوطاتوکې ځاى پرځاى شوي وو؛ کشف او له منځه يوړل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته