کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر
د سولري اوبو رسولو يوه شبکه د تخار د رستاق ولسوالۍ په شوراب چپه خانه کلي کې جوړه شوه.
دغه شبکه د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د کليوالي روغتيا ساتنې د اوبو رسولو ملي پروګرام له لارې د ۲،۶ میليونو افغانيو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
باختر آژانس ته د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د اوبو رسولو دغه شبکه څلور کيلومتره نل ليکه، د اوبو يوه زېرمه، ١۴ تخته سولرونه، واټرپمپ او د انګر دېوال لري چې په جوړېدو سره يې ١۵٠کورنۍ او ٧٠٠ زده کوونکي له ښيګنو څخه یې ګټه اخلي.
د دغې شبکې د جوړولو په بهير کې٢٧١٧ کاري ورځې هم رامنځته شوې.
ختم-ج-ا