کابل باختر د تلې دمياشتې ١ :
د بغلان ولايت په تاله او برفک ولسوالـــۍ کې د يــوې قومي جګــــړې مخه ونيول شوه.
د تاله او برفک ولسوال فيض محمد اميري د دغې ټکي د څرګندولو په ترڅ کې د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوه شپه مخکې په اسکمه کلي کې د حقانيه مدرسه او دارالعلوم د ناپيژند شويو کسانوله خوا وسوځول شوه چې موضوع د امنيتي ځواکونو تر څيړنې لاندې ده.
خبرځاى زياته کړه: دا د اسلام د دښمنانو او ورانکارو ډلو کار و چې غوښتل يې د خلکو ترمنځ جګړه رامنځته کړي او په ټولنه کې د ملي وحدت د ګډوډولو سبب شي.
ويل کيږي دا لومړى ځل نه دى چې په بغلان کې مدرسې ته اور اچول کيږي؛ بلکې پخوا هم دولس جوماتونه په ډنډ غوري ساحه کې د جنايتکارانوله خوا سوځول شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل