کابل د وري ١١ مه باختر
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مسوولين وايي چې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په غويانو کټ سيمه کې پر ملکي وګړو ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه کړې.
د سيلاب قول اردو وياند محمد هارون يوسفزي باختر اژانس ته وويل چې په چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
پاىوصال